مسؤولين: خوست صنعتي پارک کې د نږدې ۱۰۰ فابریکو د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه)

د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د نږدې ۱۰۰ تولیدي فابریکو د جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه پرمختګ کړی دی.

د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ له رییس مولوي بهایي جان بلال سره یوځای د سموات باغ په صنعتي پارک کې د یو شمېر فابریکو له روانو ساختماني چارو لیدنه کړې ده.

چارواکو د لیدنې پر مهال د یادو فابریکو د جوړولو بهیر او د پروژو د پرمختګ کچه ارزولې ده. چارواکي وایي، په صنعتي پارک کې د نږدې ۱۰۰ تولیدي فابریکو د جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه مخته تللې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button