د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد دوه برابره زيات شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه)
د ټولګټو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې دوه برابره لوړه شوې او څلور میلیونه، ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسپنې پټلۍ له لارې دوه میلیونه، ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو.
د حقشناس په وینا، د وسپنې پټلۍ له لارې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه او نور خوراکي توکي هېواد ته واردېږي او وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور تولیدات د سیمې هېوادونو بازارونو ته صادرېږي.



