روسیه: د کندز د عمرخېل کلي بمبارد د الماني ځواکونو له جنجالي عملیاتو و

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” د ۲۰۰۹م کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د کندوز ولایت په عمرخېل کلي بمبارد د الماني ځانګړو ځواکونو له جنجالي پوځي عملیاتو بللی دی.

زاخارووا ویلي، دغه پېښه د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په درېیمه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې وسله‌والو د الماني ځواکونو پر کاروان برید وکړ او د تېلو دوه ټانکرونه یې وتښتول.

نوموړې زیاته کړې، الماني ځواکونو د امریکايي جنګي الوتکو د هوايي برید غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د بند پاتې ټانکرونو شاوخوا راټول شوي وو.

د زاخارووا د ادعا له مخې، په دغه بمبارد کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي چې ټول ملکي وګړي وو.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۰۹م کال د سپټمبر په څلورمه د کندوز په عمر خیل سیمه کې د دوو تښتول شویو تېلو ټانکرونو بمبارد د ناټو د بهرنیو ځواکونو له خونړیو پېښو ګڼل کېږي. د بښنې نړیوال سازمان هم په خپل راپور کې د دغې پېښې د قربانیانو په اړه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې یادونه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button