د ایران په سوېل د قشم او خمیر بندرونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ لړم ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د قشم او خمیر بندرونو په سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه چاودنې نن شنبه سهار وختي شوې دي او د سیمې اوسېدونکو هم د چاودنو غږونه تایید کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې تر اوسه د چاودنو لامل او ماهیت نه دی روښانه شوی او د پېښې په اړه نور جزییات هم نه دي خپاره شوي.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د هرمز تنګي او د دغه هېواد په سوېلي سیمو کې یې لږ تر لږه شپږ امریکايي بېپیلوټه الوتکې کشف او نسکورې کړې دي.
تر اوسه د قشم او خمیر بندرونو د چاودنو او احتمالي امریکايي بریدونو ترمنځ د تړاو په اړه کوم رسمي تأیید نه دی خپور شوی.



