ترکیه کې په «معالم في الطريق» کتاب د چاپ او وېش بندیز لغوه شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې په انتالیا ښار کې یوې محکمې د مصر د ستر اسلامي مفکر شهید سید قطب پر مشهور کتاب «معالم في الطريق» د چاپ، وېش او ضبط بندیز لغوه کړی دی.
د ډیلي اسلامیک د راپور له مخې، د انتالیا د جزا لومړۍ محکمې د ترکیې د مطبوعاتي قانون د ۲۵مې مادې پر بنسټ، د «بکا» خپرندویې ټولنې له لوري د چاپ شوي کتاب د چاپ، وېش او ضبطولو پرېکړه کړې وه، خو د محکمې له لوري د دې پرېکړې لاملونه نه وو اعلان شوي.
د راپور له مخې، د مطبوعاتو او خپرونو اتحادیې د نومبر په درېیمه د کتاب د بندیز خبر خپور کړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول.
له دې غبرګونونو وروسته، د انتالیا څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړه چې د جزا پنځمې محکمې د څارنوالۍ په غوښتنه، د اکتوبر په ۱۶مه د کتاب د بندیز د لغوه کولو پرېکړه کړې ده.
څارنوالۍ ټینګار کړی چې اوس مهال پر یاد کتاب هېڅ بندیز نشته، خو د بندیز د لغوه کېدو پرېکړه تر هغه وخته په رسمي ډول نه وه اعلان شوې.
د یادونې وړ ده چې «معالم في الطريق» د اسلامي نړۍ د ستر مفکر شهید سید قطب له مشهورو اثارو څخه دی. نوموړی په ۱۹۶۶م کال کې په مصر کې اعدام شو. دغه کتاب شاوخوا ۷۰ کاله کېږي چې د ترکیې په ګډون ګڼو هېوادونو کې په بېلا بېلو ژبو چاپېږي او د اسلامي نړۍ ځوانان یې د اسلامي ویښتابه یوه مهمه منبع ګڼي.



