حماس: د فلسطین په اړه د امریکايي نوماندانو په دریځونو کې بنسټیز بدلون راغلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د حماس د سیاسي دفتر غړي “باسم نعیم” ویلي، چې په امریکا کې وروستي ټاکنیز بدلونونه او د یوې ټاکنیزې ډلې پراخه بریا د پام وړ دي، خو تر دې مهمه دا ده چې د فلسطین او اسرائیلو په اړه د امریکايي نوماندانو په دریځونو کې بنسټیز بدلون رامنځته شوی دی.

نعیم په یوه مطبوعاتي مرکه کې ویلي، یو شمېر نوماندانو په ښکاره د فلسطین له ملت او مشروع حقونو ملاتړ کړی او په غزه کې یې د نسل‌وژنې پېښې غندلې دي.

د نوموړي په وینا، یوازې څو کاله وړاندې د فلسطین په ملاتړ د داسې څرګندونو کول د امریکايي نوماندانو سیاسي راتلونکی له جدي خطر سره مخ کاوه او ان هغوی به د یهودیت‌ضدۍ، ترهګرۍ د ملاتړ او نورو تورونو له ګواښ سره مخ کېدل.

هغه زیاته کړې، اوس په امریکايي ټاکنیزو سیالیو کې د فلسطین په ملاتړ د څرګندو دریځونو خپلول د دغه هېواد په سیاسي ډګر کې د یوه مهم بدلون څرګندونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button