جوزجان کې د ۱۹ میلیارده متره مکعب ګازو د استخراج پروژه پلې کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه)
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د جوزجان ولایت په جنګلکلان سیمه کې د طبیعي ګازو د اکتشاف او استخراج پروژه پلې کېږي، چې د هېواد د انرژۍ د تولید او اقتصادي ودې لپاره مهمه بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې په سیمه کې د طبیعي ګازو اټکل شوې زېرمې ۱۹ میلیارده متره مکعب دي او د پروژې ساحه ۳ زره او ۹۶ کیلومتره مربع مساحت لري. د قرارداد موده یې ۳۰ کاله ټاکل شوې ده.
اقتصادي معاونیت وايي، د دې پروژې له لارې به د اسلامي امارت کلني عواید شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي. همدارنګه، د انرژۍ د تولید ترڅنګ به د هېواد د صنعتي ودې ملاتړ او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي.



