افغانستان او ایران د قیمتي ډبرو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخه کې پر ګډو پانګونو خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د لړم ۱۴مه)

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس کمال‌الدین توحید د ایران د خراسان رضوي ولایت له اقتصادي مرستیال جمشیدي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په ځانګړي ډول د کندهار او خراسان رضوي ولایتونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د قیمتي ډبرو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو بحث شوی دی.

کمال‌الدین توحید د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو د عملي کولو په موخه د خراسان رضوي ولایت له اقتصادي پلاوي غوښتي، چې کندهار ته سفر وکړي

مربوطه مطالب

Back to top button