ذبيح الله مجاهد: افغانستان ته د سفر په اړه د ځینو هېوادونو خبرداري بېځایه دي

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۱۶مه)
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان ته د سفر په اړه د ځینو هېوادونو امنیتي خبرداري بېځایه بللي او ویلي یې دي چې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی.
نوموړي زیاته کړې، بهرني سیلانیان، خبریالان او د نړیوالو سازمانونو کارکوونکي په افغانستان کې له کومې ستونزې پرته تګ راتګ او خپل فعالیتونه ترسره کوي.
بلخوا، امریکا، اسټرالیا، المان، کاناډا او بریتانیا په روان کال کې د امنیتي ګواښونو، تښتول کېدو او نیول کېدو د احتمال له امله خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی دی. تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۳۲ زره بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له بېلابېلو سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده.



