سوریې د پوځي همکاریو د پراختیا لپاره سعودي عربستان ته پوځیان استولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
سوریې د سعودي عربستان سره د پوځي همکاریو د پراختیا په موخه یو شمېر پوځیان دغه هېواد ته استولي دي، څو هلته پوځي روزنه ترلاسه او په پوځي چارو کې مشورې وړاندې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سعودي عربستان چې د روان کال له جولای میاشتې راهیسې له حوثیانو سره په جګړه کې ښکېل دی، له خپلو متحدینو څخه یې د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د سوریې یوه لوړپوړي ډیپلومات رویټرز ته ویلي، چې د سوریې او سعودي عربستان ترمنځ په نوي دفاعي تړون کې د پوځي مشورو، د ځواکونو د روزنې او د پوځي تجربو د شریکولو موضوعات شامل دي.
د راپور له مخې، دغه دفاعي تړون د تېرې چهارشنبې په ورځ ریاض ته د سوریې د انتقالي حکومت د مشر احمد شرع د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
یاد تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو نوی ګام بلل کېږي.



