حوثي ځواکونه: سعودي جنګي الوتکې په تعز ولایت کې پر یوه بازار درې هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” وايي، چې سعودي جنګي الوتکو د تعز ولایت په الوازعیه ولسوالۍ کې د الحضارة پر بازار درې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۳۰ ملکي وګړي شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
یحیی سریع ویلي، د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه د سهار په ۷:۱۰ بجو د خمیس مشیط له پوځي اډې پورته شوې او د تعز ولایت د الوازعیه ولسوالۍ د الحضارة بازار یې په درېیو هوايي بریدونو په نښه کړی دی.
د نوموړي په وینا، یادې الوتکې د سهار په ۸:۰۰ بجو د تعز ولایت فضا پرېښې او بېرته خپلې اډې ته ستنه شوې ده.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند خبرداری ورکړی، چې دغه بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي او عاملینو ته به یې سخت ځواب ورکړل شي.



