مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۱۶مه)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ (جمعه) د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۹۹ کورنۍ، چې ۴۳۷ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، د ورېښمو پل له لارې ۱۰۵۵ تنه نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۵۲ کورنۍ، چې ۲۷۶ غړي یې لرل، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ۶۱ کورنیو لپاره ټولټال ۵۲۶ زره افغانۍ مالي مرسته برابره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، راستنېدونکو مهاجرینو ته ۳۳۸۲ خوراکه ډوډۍ، ۷۸ سیمکارتونه او نور اړین خدمات وړاندې شوي او په تورخم، اسلام کلا او کابل کې ټولټال ۱۴۵۳ ناروغان تداوي شوي دي.

همدارنګه، راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button