څلورو ولایتونو کې د غلا او وسلو قاچاق په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۱۶مه)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په نیمروز، جوزجان، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې څلور تنه په نیمروز کې د درېیو موټرسایکلونو د غلا، درې تنه په جوزجان کې د نغدو پیسو او دوکانونو د اجناسو د غلا او دوه تنه په ننګرهار کې د پنځو میله کلاشینکوفونو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یو بل کس هم په فراه ولایت کې د ۲۶ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button