ټولګټو وزارت: روان کال په هېواد کې د سړکونو د ساتنې او بیارغونې ۴۹ پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۲۴مه)
د ټولګټو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال له پیله یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې ۴۹ پروژې د ۸۴۶ میلیونه او ۴۸۵ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي ساختماني شرکتونو سره قرارداد کړې او عملي چارې یې پیل کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه، جغلاچونه او پراخول، د پلونو او پلګوټو بیارغونه او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې د سړکونو وضعیت ښه او د ترانسپورتي تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي.



