د افغانستان روغتیايي نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)
د افغانستان د روغتیا دویم کورني او نړیوال پنځه ورځني نندارتون په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د (B2B) ناسته ترسره شوې، چې د عامې روغتیا وزارت د مسؤلینو او د هند، ترکیې، ایران او افغانستان د بېلابېلو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې دغه وزارت هڅه کوي په روغتیايي برخه کې د پانګونې فرصتونه برابر کړي.
په دې ناسته کې د روغتیايي توکو او محصولاتو د تبادلې، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې او د هوکړهلیکونو پر لاسلیک هم بحث شوی دی. یاد نندارتون د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې د راجلبولو او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی و.



