د حماس لوړ پوړی قوماندان غزه کې د اسرائیلو هوايي برید کې شهید شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې اعلان کړی، چې د دغه غورځنګ یو لوړپوړی قوماندان “سمیر ابو یونس” د غزې تړانګې په سوېل کې د اسرائیلي پوځ په هوايي برید کې شهید شوی دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ۵۳ کلن سمیر ابو یونس د شنبې په ورځ د خان‌یونس ښار د المواصي سیمې پر یوه سړک د اسرائیلو په هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، ابو یونس د حماس د پوځي څانګې «القسام لوا» د رفح څانګې قوماندان و او له ۱۹۹۱م کال راهیسې یې د دغې پوځي څانګې په لیکو کې فعالیت کاوه.

روغتیايي سرچینو ویلي، چې په یاد هوايي برید کې د ابو یونس ترڅنګ یو شمېر نور کسان هم شهیدان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button