خلیل الحیه: عربي- اسلامي هېوادونو دې غزه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیه” له عربي او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې په غزه کې د روان بشري ناورین د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.

خلیل الحیه ویلي، په غزه کې بشري وضعیت له څو اړخونو سره تړلی ناورین دی، چې د خلکو د لوږې له سیاست، د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو له منظمې ویجاړۍ او د مرستو او بیارغونې د اړینو توکو د داخلېدو له قصدي محدودیتونو سره مل دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې باید اشغالګر رژیم د اوربند هوکړې بشپړ پلي کولو ته اړ کړل شي، چې په دې کې له غزې څخه د ټولو ځواکونو بشپړ وتل او د بشري مرستو د پروتوکول سمدستي عملي کول هم شامل دي.

الحیه د ژمي د موسم د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره د یوه بېړني نړیوال کمپاین د پیل غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې د باراني اوبو د لېږد شبکې باید ورغول شي، زیانمنې ودانۍ او تاسیسات بیا ورغول شي او بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ته خوندي او د انساني کرامت وړ اوسېدو ځایونه برابر شي.

نوموړي همداراز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د امنیت شورا بېړنۍ او علني غونډه راوبولي، څو په غزه کې د بشري ناورین پراخوالی وڅېړي.

مربوطه مطالب

Back to top button