د کور او ښار جوړولو وزارت: درېیو ولایتونو کې د ۱۲ زره جریبه ځمکې پر مساحت صنعتي پارکونو طرحې او پلانونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر وايي، د دغه وزارت وزير مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کندز، هرات او میدان وردګ ولایتونو د درېیو صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه لاسلیک کړي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د کندز عبدالرحمن بن سمره صنعتي پارک پر ۱۰ زره جریبه، د هرات مولانا جامي صنعتي پارک پر زر جریبه او د میدان وردګ د کوتل تخت په سیمه کې د محمد بن قاسم صنعتي پارک هم پر زر جریبه ځمکه طرحه شوی دی.

د دغو درېیو صنعتي پارکونو ټولیز مساحت ۱۲ زره جریبه او د صنعتي نمرو شمېر یې ۱۰۰۶ ته رسېږي، چې د کندز په صنعتي پارک کې ۲۴۳، د هرات په صنعتي پارک کې ۴۸۶ او د میدان وردګ په صنعتي پارک کې ۲۷۷ صنعتي نمرې شاملې دي. د یادو پلانونو موخه د صنعتي فعالیتونو لپاره د معیاري ساحو برابرول او د پانګونې او صنعتي پراختیا زمینه برابرول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button