ټولګټو وزارت: سږکال د ۱.۲۷ میلیارد افغانیو په لګښت د سړکونو د ساتنې او بیارغونې ۳۷ پروژې بشپړې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)
د ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې، څارنې او بیارغونې ۳۷ پروژې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغو پروژو په ترڅ کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه او د ترانسپورتي زیربناوو ساتنه ترسره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال د انتقالي او روان کال د نویو قراردادونو ۸۳ نورې پروژې هم تر کار لاندې دي او چارې یې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سړکونو وضعیت ښه، د تګ راتګ خوندیتوب زیات او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ستونزې کمې شي.



