اقتصاد وزیر د PU-AMI مؤسسې له عمومي رئیس سره د بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)

د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د PU-AMI نړیوالې مؤسسې له عمومي رئیس کوانتن اسف بوچیت سره په لیدنه کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د دغې مؤسسې پر بشري فعالیتونو او د روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ‌الصحې په برخو کې د مرستو پر دوام خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزیر د مرستو پر عادلانه وېش، روڼتیا او د پروژو پر اغېزناک پلي کېدو ټینګار کړی او د مؤسسې عمومي رئیس د همکاریو پر دوام او د بشري خدماتو د کیفیت د ښه والي ډاډ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button