کابل پوهنتون کې د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي کنفرانس پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)
د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس نن دوشنبه د لړم په ۲۵مه، د کابل پوهنتون په تالار کې پیل شو.
دغه کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ او د وردګ پوهنتون په کوربهتوب جوړ شوی، چې زرګونه دیني عالمان، د پوهنتونونو استادان، څېړونکي او د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي په کې ګډون کوي.
د افغانستان قاضيالقضات شیخ عبدالحکیم حقاني په دغه کنفرانس کې ویلي، اوسنی نظام د افغانانو د قربانیو پایله ده او د کومې شورا یا بهرنۍ ادارې په پرېکړه نه دی رامنځته شوی.
نوموړي زیاته کړې، افغانان د هېواد په چارو کې د هېڅ لوري مداخله نه مني.



