ذاکر جلالي: د اسلامي امارت استازی به د اېکو په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د اسلامي امارت استازی به د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه غونډه به د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي.

جلالي د غونډې د ګډونوالو او د افغانستان د استازي د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د اسلامي امارت استازی به په دې غونډه کې ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت استازی د پاکستان په کوربتوب د اېکو د وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې ګډون ته نه و بلل شوی. ټاکل شوې د دغه سازمان د غړو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه د ډسمبر په میاشت کې په تهران کې جوړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button