ناټو وايي طالبان د پخوا په نسبت پیاوړې حملې ترسره کولای شي

کابل ټکی کام هاشمي عبدالله
د ناټو عمومي قومنداني خبر ورکړی دی چې په نږدې راتلونکې کې به طالبان نورې قوي حملې هم ترسره کړي، خو دا امید یې وښودو چې افغانان به د هغه آته مهمو کسانو په نیولو کې له افغان سرتیرو سره مرسته وکړي چې په کابل، خوست، لوګر او پروان کې د سرتیرو حملو هوډ لري.
په افغانستان کې د ناټو ویاند فرینانډو ایسریلا ددې آته کسانو په اړه د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه خو ویې ویل چې ددوی په اړه به استخباراتي معلومات له افغان امنیتي ارګانونو سره شریک کړي.
ناټو ویاند زیاته کړه چې د طالبانو له لوري د تېرې سه شنبې د ورځې حملې وښوده چې طالبان هر وخت کولای شي زورورې حملې د کابل په مهمو ځایونو باندې ترسره کړي، او دوی د پخوا په نسبت زیات قوي شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې داسې کره اسناد په لاس کې لري چې په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو له لوري په کابل، لوګر، پروان او خوست کې نورې سترې حملې هم ترسره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button