ملګرو ملتونو په حلب کې د بریدونو پر عاملینو د عدالت جاري کولو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

ملګرو ملتونو د سوریې حکومت په حلب ښار کې په ترسره شویو بریدونو تورن کړی دی، او پر عاملینو یې د عدالت د پلي کولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشر جیفري فیلټمن پرون د دغه سازمان امنیت شورا ته د وینا پر مهال سوریه د حلب پر بریدونو تورنه کړه، او زیاته یې کړه، چې د دغو بریدونو پر عاملینو باید عدالت پلی شي.

جیفري فیلټمن د خپلې وینا پر مهال پر روغتونونو قصدي او مستقیمي حملې جنګي جرمونه وبلل.

ده همدا راز پر خلکو د قحطي راوستلو په توګه له وسلې کار اخیستل جنګي جرم وبللو.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر هم جیفري فیلټمن ته ورته څرګندونې کړي دي، او سوریه یې په حلب کې په بریدونو تورنه کړې ده.

له بلې خوا سوریه او روسیه وایي، چې د سوریې رژیم په حلب ښار کې له «تروریستي» ډلو سره جګړه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button