بوشان وایي، له ډونالډ ټرمپ څخه حمایت نه کوي

کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د متحده ایالاتو امریکا پخواني ولسمشرانو چې دواړه پلار او ځوی دي، ویلي دي، له ډونالډ ټرمپ څخه حمایت نه کوي.
جورج هربرت بوش او د ده ځوی جورج واکر بوش ویلي دي، چې د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه د نوماند ډونالډ ټرمپ د حمایت له اعلان څخه پرته سکوت اختیاروي.
ډونالډ ټرمپ چې د امریکا د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې یو مغروره او کم عقله نوماند بلل کیږي، له ده سره د جمهوري غوښتونکي په ګوند کې هم يو شمېر غړي خلاف دي.
د یادولو ده، چې د جمهوري ریاست له انتخاباتي مبارزې څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند ټول سیالان وتلي دي، چې اوسمهال ډونالډ ټرمپ د دغه ګوند یواځينی ولاړ نوماند دى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button