هرات: نا پېژانده وسله والو پنځه پنځوس کلنه مېرمن وژلې

کابل ټکی کام ۱۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له هرات ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت ښار کې ناپېژانده وسله والو یوه پنځه پنځوس کلنه مېرمن د ګلولې په مټ وژلې ده.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي رسنیو ته وویل، چې دغه پېښه د شنبې پر شپه د دغه ولایت په څلورمه حوزه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي احمدي وویل، د پولیسو د پلټنو د پیلولو سره سم وسله والو د پېښې له ځای څخه پښې سپکې کړي دي.

په هرات ولایت کې چې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي، عام وګړي یې له سختې اندېښنې سره مخ کړي دي.

د یادولو ده، په هرات ولایت کې له تېرو درو میاشتو راهیسې یوولس کسان په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button