بغلان کې د کوکنارو حاصلات دوه برابره زيات شوي

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، انصار

سږنى کال په هلمند، ننګرهار او يو شمېر نورو ولاياتو کې په زياته ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د تېرکال په نسبت یې حاصلات زيات وو، خو د راپورونو پر اساس، د بغلان په ولايت کې هم د تېرکال په نسبت زيات کوکنارکرل شوي وو، چې حاصلات یې دوه برابره زيات لاس ته راغلي دي.

د بغلان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې ادارې رییس وایي، چې په دغه ولایت کې د جګړو او نا امنیو له زیاتېدو سره د کوکنارو کښت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تېر کال په بغلان کې پر ۱۱۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دا اندازه   ۲۰۰ هکتارو  ته لوړه شوې ده.

په همدې حال کې، د بغلان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې رییس وایي، چې د نشه یي توکو پر ضد مبارزې پولیس د جګړو له امله نه دي توانېدلي، چې سږ کال د کوکنارو کښت له منځه یوسي.

خو يو شمېر ځايي اوسيدنکي بيا وايي، چې د کوکنارو په حاصلاتو کې يو شمېر ولايتي چارواکي د قاچاق وړونکو او کروندګرو سره لاس لري، چې د حاصلاتو خپله برخه ورته رسيږي، او نه غواړي په بغلان کې د کوکنارو د فصل مخه ونيسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button