ننګرهار: خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۳۳ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۳ زرغون خوږیاڼی

نن سهار وختي د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو او مملي سیمو کې د محلي  پولیسو او عسکرو په قرارګاه او پوستو بریدونه شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوي خبر پاڼه کې ویلي، چې ددوی ملګرو نن سهار وختي د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند د وزیرو او مملې سیمو کې د محلي پولیسو او ملي پولیسو پر پوستو پراخ بریدونه کړي دي، چې په کې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل شوی دی.

ویاند لیکلي، چې د برید په پایله کې یې ۱۵ پولیس وژلي او ۱۸ نور یې ژوبل کړي دي.

 طالبانو په یاده جګړه کې  امنیتي ځواکونو ته د مالي زیان اړولو  خبره هم کړې ده.

مجاهدوايي، چې په دې جګړه کې ددوی۲ ملګري هم وژل شوي او ۴ نور سر سري زخمیان دي.

همداراز د پولیسو هاوان مرمۍ په یو کور کې دننه لګېدلې، چې په کې یوه میرمن هم شهیده شوې ده.

امنیتي سرچینو تر اوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button