کابل ټکی کام ۰۳چنګاښ/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
یوه روسي سوداګر الکسي چورکین کمپنۍ د Flash Safe په نوم یوه آله جوړه کړې ده، چې نا معلومه اندازه یا لایتناهي معلومات زېرمه کولی شي.
په برېښنايي رسنیو کې د حافظې د کمښت له ستونزې څخه چې خلکو به شکایت کولو، دا مهال یوه روسي سوداګر دغه ستونزه حل کړې ده.
د دغې آلې جوړونکي رسنیو ته د خپلې آلې په اړه معلومات ورکړي دي، او ویلي یې دي، چې په دغه آله کې د معلوماتو ساتل به یوازې د آلې د څښتن په واک کې وي.
ده ویلي دي، چې په دغه آله کې د معلوماتو د ساتلو او ورننوتلو لپاره پټ نوم دی، او ټول فایلونه به د دغې آلې د څښتن له لورې په داسې شان سره ساتل کیږي، چې په اړه به یې بل چا ته دومره معلومات هم نه وي، چې ایا په دې کې څه شته او کنه؟
چورکین دغه آله نه یوازې د روسیې لپاره یوه نوښت بللی دی، بلکې په بهر کې هم د خلکو د پام وړ ګرځېدلې ده.
د یادولو ده، څه موده وړاندې د کوبا د دفاع چارو وزیر په دې برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا وښودله.


















