کابل ټکی کام ۰۳چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د القاعدې ډلې د بنسټګر شیخ اسامه بن لادن نږدې ساتونکی له ګوانتانامو زندان څخه مونتینګرو ته واستول شو.
د اسامه بن لادن نږدې ساتونکی عبدالملک احمد عبدالوهاب الرهبي د سپټمبر د ۱۱مې پېښې څخه وروسته په ګوانتامو زندان کې بندي وو، چې دا مهال یې ۱۴ کاله پوره شول، او مونتینګرو هېواد ته واستول شو.
مونتینګرو ته د عبدالمک احمد عبدالوهاب الرهبي استول کېدل، په اصل کې د ګوانتانامو زندان د تړلو یوه برخه ده.
د امریکا سکای نیوز هم د یوه راپور په خپرولو سره مونتینګرو ته د عبدالمک استول کېدل، تأیید کړي دي، او ویلي یې دي، چې عبدالملک عبدالوهاب اسامه بن لادین ته تر ټولو نږدې او د هغه شخصي ساتونکی وو، چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ګوانتانامو کې زنداني شوی وو.
د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۱۴ میلادي کال اعلان کړه، چې د اسامه ساتونکی د امریکا لپاره هېڅ جدي ګواښ نه دی، چې له کبله یې له ګوانتانامو څخه بل زندان ته په انتقال کې کومه ستونزه نشته.
له دغه اعلان وروسته امریکایي چارواکو د مونتینګرو هېواد سره خبرې پیل کړې وې، چې دا مهال هوکړې ته ورسېدل.
عبدالملک احمد عبدالوهاب الرهبي له ۱۴ کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بندي وو.
د یادولو ده، اوباما د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال، د ځان لپاره په کمپاين کې ژمنه کړې وه، که چېرې وټاکل شي، نو د ګوانتانامو زندان به وتړي، خو دا زندان د ټولو هلو ځلو سربېره تراوسه پورې نه دی تړل شوی دی.


















