جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

د خواشینۍ خبر

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
جون 23, 2016
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
د قوم له لورې ولسوالۍ ته ورغلي کسان

د قوم له لورې ولسوالۍ ته ورغلي کسان

12
ځلې شریک شوی
152
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۰۳ چنګاښ/۱۳۹۵، مبارزافغان

بسم الله والحمدلله…

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابـــــل ولایـــت د موسهي ولسوالۍ د عبدالرؤف قلعه اړوند د شیخ القرآن والحدیث علامه( عبدالقدوس جان)قدوسي” رحمه الله”
د زیارت ترڅنګ د سیمې په یوه لویه مدرسه (دارالعلوم اسلامیه موسهي) باندې له څو ورځو را په دېخوا د حکومتي ځواکونو لخوا پرلپسې نظامي بریدونه کیږي .
لومړی يې د هاوان په مرمۍ یاده مدرسه ویشتې او بیا یې څو ورځې وروسته د سپکو او درنو وسلو پیرونه له دوو طرفونو څخه پرې کړي چې له امله يې نوموړې مدرسې ته له مالي زیان سره سره د یادې مدرسې یو شاګرد چې په درس مصروف و ولګید او شدید زخمي شو.
د مدرسې أراکینو چې کله دغه زخمي زده کوونکی د روغتون په لور روان کړ حکومتي چارواکو یې په لاره کې مخه ونیوله او روغتون ته یی د تګ اجازه نه ورکولــــه.
له دې پیښې څخه وروسته چې د مدرسې استاذان او د منطقې خلک د مربوطه ولسوالۍ مقام ته د خپل عرض په خاطر لاړل، د دې پر ځای چې حکومتي مسؤلین د دوی عرض واوري او د دوی اوښکې پاکې کړي، بر عکس یې دوی ته ګواښونه وکړل او ورته ویلي یې دي چې په دغه منطقه کې چې زمونږ امنیتي ځواکونو ته هر نوعه مشکل پېښ شي مونږ به بیا هم د تېر پشان نوموړې مدرسه خپل نظامي هدف وګرځوو.
نو د ولس غږ تر اوسه حکومتي چارواکو نده اورېدلی او نه یې مثبت جواب ورکړی.
یاده دې وي چې له مذکوره مدرسې څخه هرکال په لسګونو د قرآنکریم حافظان، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حدیثو مبارکه و فاضلان فارغیږي او د مروجه فنونو مکمل کتابونه په دې مدرسه کې لوستل کیږي.
او دا مدرسه د ولس د خلکو په زړونو کې خاص ځای لري.
دا پېښه پداسې حال کې رامنځته شوې چې څو ورځې وړاندې په همدغه منطقه کې پر حکومتي ځواکونو پرلپسې چاودنې وشوې او د دغو چاودنو مسؤلیت هم د حکومت ضد مخالفو (طالبانو)په غاړه اخیستي.
د یادونې وړ ده چې د حکومت د دا ډول کړنو له امله د منطقې په سلګونو زده کوونکي د قرآنکریم له زده کړې څخه محروم پاتې کیږي او شوي، حکومتي چارواکي یې د عام ولس زورونه کوي، کورونه يې په مرمیو ولي او رنګا رنګ تکالیف ور رسوي.
تېر کال یې هم د همدې ولسوالۍ (د قلطغان) په کلي کې یوه زنانه د شپې لخوا چې په ډېره بې رحمانه توګه یې په ډزو شهیده کړه او په همدې سیمه کې داسې په لسګونو پیښې شوي چې اکثره عاملین يې حکومتي چارواکي دي.

همدارنګه یې د دې ولس په لسګونو بې ګناه خلک بندیان کړي او د شکنجې په زور یې ترې غلط اقرارونه اخیستل شوي، د حکومت د ظالمو قاضیانو لخوا زیات قیدونه ورکړل شوي او بغیر له زیاتو پیسو څخه يې په نورو طریقو نه خلاصوي، که مجرم وي اوکه نه وي د درواغو دوسیې يې ورته جوړې کړي.
په لسګونو اسیران په همدې شکل د پلچرخي، باګرام په کرغېړنو زندانونو کې يې بې سر نویشته اچولي، حتی چې د بعضو بندیانو قیدونه پوره هم دي سره له دې د تورو تمبو شاته پراته دي.

بل حکومت ته منصوب چارواکو یې (د اربکیانو) په نامه يې څو څو واره په همدغه منطقه کې د مظلومو خلکو کورونه، دوکانونه لوټلي همدارنګه یې خلک بې ځایه ډبولي او دا کړنې یې لاروانې دي.
دا ټول هغه څه دي چي د ولس د نا ارامي سبب ګرځیدلي، ولس سره د حکومتي چارواکو دا رنګه کړنې نور د زغملو وړ ندي او نه به يې وزغمي.

باید ووایو چې اشرف غني کله هم جمهوري انتخاباتو ته ودرید د هغه له لومړیو خبرو څخه یوه داهم وه چې ویل یې:
“زه به د ارګ او جومات له مابین څخه واټن لرې کوم او یو ځای کوم به يې” خو متأسفانه په عمل کې داسې ونشول بلکې بلعکس کړنې شروع شوې او…
چې ښه بېلګه يې د همدغې مدرسې په هاوانونو ویشتل دي دارنګه ډېرې پېښې د ده په شوم اقتدار کې رامنځ ته شوي او لا دوام لري.
هېره دې نه وي چې کله هم حکومتې چارواکي د هیواد په مختلفو سیمو کې له طالبانو سره له مخامخ جکړې څخه پاتې راشي بیا یې غچ له بیګناه ملکي هیوادوالو څخه اخلي، دا کړنه به نه یواځې د حکومت په تاوان شي بلکې خلک به عمومي پاڅون ته مجبوره کړي.
دا رنګه او دېته ورته پیښې د هیواد په مختلفو سیمو کې شوي چې ډېر بد عواقب يې لرلي او د حکومت په زیان تمام شوي دي.

مخکینې مطلب

د لغمان په شیطان ګُم دښته کې تری تم شوی شیطان وموندل شو!!!

بل مطلب

د محمد رحیم سکندر نوی غزل

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
افغانستان

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
خبرونه

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com