کابل ټکی کام ۰۳چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: محمدرحیم سکندر
مزاج د ښکلو باید دا وي چې په ست کمیږي
ښکلا د باغ د نظربازو په حیرت کمیږي
ما سره شوي بد مې ټولو ته بښلي خدایه
نه خو دوزخ پر دوی مړیږي، نه جنت کمیږي
چې د خفه ماشوم په جار قربان ژړا زیاتیږي
برعکس د ښکلو بې پامۍ کې هم جرئت کمیږي
د یار د ژبې د زیارت مالګه که وڅکې ته
په دې خورده د مئینانو مصیبت کمیږي
یاره له ما پرته په هیچا پسې بد مه وایه
د رقیبانو ګناهونه په غیبت کمیږي
ته به خوشال وې سکندره خو ما نیم زړه وخوړ
فکر دې غټ شولو ؛ خو ورو ، ورو دې صورت کمیږي

















