ناټو وایي د افغانستان په شمال کې يې يو سرتېری وژل شوی دی

کابل تکی کام ۰۸میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

په افغانستان کې پرتو ناټو ځواکونو ويلي دي، چې د افغانستان په شمال کې يې يو سرتېری وژل شوی دی.

ناټو نن چهارشنبه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي، چې دغه سرتېری پرون په يوه  غير نظامي پېښه کې وژل شوی دی.

اعلاميې د پخوا په څېر نه ده څرګنده کړې، چې دا عسکر په دقيق ډول چېرته او څه ډول وژل شوی دی، همدا راز مالومه نه ده، چې وژل شوی سرتېری د کوم هېواد دی.

ياده دې وي چې په روان زېږديز کال کې دا يوولسم ناټو سرتېری دی، چې ناټو يې مړينه اعلانوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button