طالبانو له دوه ورځې جګړې وروسته دکندز بالاحصار ونیولو

کابل ټکی کام ۰۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
په یوه تازه ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې طالبانو د کندز بالاحصار تر خپلې ولکې لاندې راووست، او په بالاحصار کې مېشتو ټولو عسکرو وسلې پر ځمکه اېښي دي.
همدا راز په بالاحصار کې له امنیتي ځواکونو څخه پاتې ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله بې شمېره ټانګونه او رېنجرې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
ځايي خلک وايي چې طالب وسلوال د بالاحصار له جګړې وروسته د هوايي ډګر پر لور جګړه تېزه کړې ده.
زمونږ همکار له کندز څخه راپور راکوي چې عام وګړي د طالبانو له ښې رویې او د افغان امنیتي ځواکونو په ماتې خوښ ښکاري.
د کندز په اړه د تازه مطالبو لپاره له مونږ سره اوسئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button