کابل ټکی کام ۱۴چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق پلازمینې بغداد په کراده سیمه کې پرون یکشنبه د دوو چاودنو په ترڅ کې د قربانیانو شمېر ۲۰۰ کسانو ته لوړ شو.
نړیوالو رسنیو ویلي دي، چې د عراق پلازمینې بغداد په کراده سیمه کې د یکشنبې چاودنو کې د قربانیانو شمېر ۲۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
په دغو دوو چاودنو کې همدا راز د ټپيانو شمېر ۱۵۰ کسان ښودل شوې ده.
د دغو چاودنو د مرګ ژوبلې شمېر پرون کم ښودل شو وو، خو نن په تازه خپاره شویو راپورونو کې د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودل شوې ده.
داعش ډلې د دغوو چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده.
لومړی چاودنه په کراده سیمه کې د شیعه وو مسجد ته څېرمه وشوه، او دویمه چاودنه د عراق شمال لوري ته په شیعه مېشتو سیمه کې وشوه، چې د دویمې چاودنې د قربانیانو شمېره تر لومړی زیاته وه.
دغه حمله هغه مهال رامنځته شوې ده، چې خلکو د روژه ماتي لپاره په پېر او پلور اخته وو.
ژغورونکي وايي، چې په دغه برید کې عام ملکي وګړي ډېر وژل شوي دي، چې ډېری یې دومره سوځېدلي دي، چې د هویت په اړه یې پرېکړه نه شي کېدلی.
عراقي چارواکو دغه برید په روان میلادي کال کې تر ټولو خونړۍ برید بللی دی.
عراقي چارواکو اسوشیټډ پرېس ته ویلي دي، چې د دغو چاودنو ډېری قربانیان ماشومان دي.
دا مهال د عراق حکومت پلازمینه بغداد کې د دغو چاودنو څخه وروسته ملي ماتم اعلان کړی دی.
د یادولو ده، داعش ډلې دغه بریدونه وروسته له هغې کړي دي، چې په دې وروستیو کې عراقي ځواکونو له دوی څخه فلوجه ښار بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته.


















