غزل ، اخــــــــتره

مسرور درمل
دزړه زخمونو ته مو مالګې مه راوړه اختره
لا د ویران وطن په غم یو غمزده اختره
خدایزده چې بیا به مي نصیب کي وي خدای څه لیکلي
ده بیا وختونو راسره ده اند ېښنه اختره
زموږ له خوانه خو لا ویر بل خواته تللی نه دی
په وران ګودر او وران چنار مو مه راځه اختره
کنډر کنډر دیار مو غواړي آزادي اختره
تېره قیصه دهجران مه وریادوه اختره
لمانځل دي نشته داستا قدر به پوره نکړو موږ
زمونږ په خوله وي کنډواله او جنازه اختره
مسرور خو غم سره عادت دی تسلي نه غواړي
لاړشه هغو ته چې لمانځلی دي شي وه اختره



