جده: د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه سرتیري برید کې ۲ پولیس ټپيان دي

کابل ټکی کام ۱۴چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سعودي عربستان رسنۍ وايي، چې په جده کې د امریکا سفارت ته څېرمه سرتېری برید شوی دی، چې د بریدګر د وژل کېدو تر څنګ دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې د برید د څرنګوالي په اړه امنیتي سازمانونو پلټنې پیل کړي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هم د برید په تأیید کې یوه خبرپاڼه خپره کړې ده، چې د برید په اړه یې معلومات ورکړي دي.
دا مهال د سعودي امنیتي چارواکو جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ شاوخوا ځواکونه ځای پر ځای او لارې یې بندې کړي دي.
د یادولو ده، چې په ۲۰۰۴ میلادي کال هم جده کې د امریکا کونسلګرۍ د برید لاندې راغله، چې شاوخوا نهه کسان پکې وژل شوي وو.
دغه برید د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ په ورځ شوی دی.


