کابل ټکی کام ۱۴چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
د مرکزي او سویلي چین په اوو ایالتونو کې سختو بارانونو او بادونو تراوسه پورې ۱۸۰ کسان وژلي، او نور اوسېدونکي یې هم د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د چین چارواکي وایي، چې د یانګزه سیند شاوخوا سیمو ګې د سختو شدیدو بارانونو له کبله سېلابونه پیل شوي دي، چې تراوسه پورې یې له ۱۸۰ کسانو ژوند اخیستی.
دغه باران له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې ریکارډ شوی دی، او همدا شان د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې ۱۶۰۰ کیلو متره ښودل شوی دی.
دولتي چارواکي وايي، ۴۵ کسان لا هم نا درکه دي، او ۳۳ میلیونونه کسان د باران، توپان او سېلابونو له کبله اغېزمن شوي دي، چې ښایي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.
د چین رسنیو ویلي دي، چې په سویلي او لویدیځ چین کې د نورو بارانونو وړاندوینه هم شوې ده.

















