د اختر په اړه د شهنواز باقر په زړه پوری غزل

کابل ټکی کام ۱۴چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: شهنواز باقر

ستړى ستومانه شوم په ډيرو انديښنو اختر کې
خاونده!! شمارم پيوندونه د جامو اختر کې

د انتظار پښو ته نکريزې جوړوم لګيا يم
تنکۍ تنکۍ پاڼې راوړم ستا د وعدو اختر کې

يوې جينۍ يو مسافر ته په ژړا کې ويل
مونږ به د يو بل تصويران ګورو ترڅو اختر کې؟؟

دومرو بې وسه وم شعرونه مې خپل وسوزول
رانجه مې جوړ کړل ترينه تاته له ايرو اختر کې

د ارمانونو جنازې ورباندې وړو او راوړو
فرښتې نه کيني زمونږه په اوږو اختر کې

باقره! ژوند مې د غمونو په دربار کې تير کړو
باران د اوښکو مې په مخ راوريدو اختر کې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button