جوزجان قوشتیپه کې له طالبانو سره ۱۵ تنه عسکر یو ځای شوي

کابل ټکی کام حمزه عابد ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۵

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې ده چې د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالی اړوند، جردوق کلي ۱۵ تنه اوسیدونکي چې د دولت په امنیتي ارګانونو کې یې دندې درلودې، خپلې وسلې په ځمکه ایښې او د دوی له جنګیالیو سره یو ځای شوي دي.

طالبانو دا هم ویلې چې یاد عسکر یې د دعوت او ارشاد کمیسون په هڅو سره دې ته اړ کړل چې د کابل له حکومت سره کار پریږدې او له دوی سره یو ځای شي.

ښاغلي مجاهد د تسلیم شویو عسکرو نوم لړ هم خپور کړی دی چې په لاندې ډول دی

۱. مسعود د محمدصفې زوی

۲. نقیب الله د زمري زوی

۳. میرالله د الله د عبدالحلیم زوی

۴. اسماعیل د محمود زوی

۵. صبغت الله

۶. کمال الدین د عبدالقیوم زوی

۷. محمدانور د محمد شاه زوی

۸. نجیب الله د عبدالستار زوی

۹. محمدبای د عبدالغفور زوی

۱۰. صدرالدین د عبدالبصیر زوی

۱۱. خال محمدد عبدالشکور زوی

۱۲. محمدیار د عبدالخالق زوی

۱۳. روح الله د محمدظنین زوی

۱۴.  کمال الدین د رحمت الله زوی

۱۵. محمدحسین د استاترسین زوی شامل دي.

د یادولو وړ ده چې په دې ورستیو کې ډیرې داسې پیښې شوې دي چې امنیتې ځواکونه له دندو لاس په سر کیږې او له طالبانو سره یو ځای د دولت په خلاف د جنګ لیکو ته ځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button