سرليکنه
موجوده حکومت د کابل ښاراونورو ولاياتود امنيت د پاره تراوسه کوم په زړه پورې قدم نه دى پورته کړى او نه ېې د کابل د ښاريانوامنيت خپل فرض ګڼلى دى چې کله کومه مرګونې پيښه وشي امنيتي ځواکونه اواستخبارات بيا د ښار غريب او بې ګناه څوکسان راونيسي رسنيوته په وازکومي ووايي په پيښه کې لاس لرونکي مو نيولي دي .
څلورمياشتې دمخه چې په کابل کې دچين سفير د ملي امنيت دشورا د رئيس حنيف اتمر سره ليدنه وکړه د اتمرغوښتنه چې په چين کې يي د امنيت په اړه له چينايي مشرانو کړې وه يوځل بيا يې تکرار کړه .
په دې کې شک نشته چې چين د افغانستان سره تاريخي دوستي لري د نورو يوشميرهېوادونو په څير په خپلو کړو ژمنو خاورې نه اړوي.
د افغانستان سره چې دتاريخ په اوږدوکې چين کومې ژمنې کړې دي هغه ېې عملي کړي دي خودا اوس ېې چې کوم دسکن د څلورودستګاووپه ګډون تر ٤٠٠قلمه پورې امنیتي تجهيزات د کورنيوچارووزارت ته وسپارل دا دچين د پخوانيو کړوژمنودپوره کولويوه بيلګه ده .
چين چې کومه ژمنه د افغان دولت سره کړې وه امنيتي تجهيزات ېې دکورنيو چارو وزارت ته وسپار ل خو ددې تجهيزاتو استعمال دسوال سره مخ دي
په نړيواله کچه سخته مډرنه اود وخت کاميابه وسله روسانو د کمونستي رژيم په واک کې ورکړه خو همغه پرمختللې وسله ترې سرښندونکومجاهدينوپه ښکاري چره ييزاو يوډزې ليندۍ دار ټوپک واخسته .
امريکا خوترروسانوزياتي دوخت مدرنې او لرې وشتونکې وسلې موجوده حکومت ته ورکړې يواځې افغان امنيتي ځواکونو نه ، بلکه امريکايي ځواکونوهم پرې دکابل مرکز او ولاياتو څخه دفاع ونه کړاى شوه .
امکان لري چين به دامنيت ساتلو نور تجهيزات هم دولت ته ورکړي خو استعمال شکمن دې چې دولتي ځواکونه به ېې داستعما ل توان ولري او کنه ؟
د دفاع او کورنيو چارو په وزارت کې طالبانو دومره نفوذ کړي دى چې سره دچينايي سکن دستګاووبه دولت د کابل ښاريانو دفاع ونه کړاې شي.
د هېواد جنوب نه چې د امنيتي ساتونکو د خپلو ملګرو دوژلو راپورونه ورکړل شول ورسره دا راپورهم ورکړل شوى و چې يوشمير دولتي ځواکونه پرطالبانو په لاس کې لرلې وسلې هم پلورلې دي .
دکورنيواو دفاع وزارتونه به په دې انتظاروي چې دچيناېې سکن دستګاو سره به په کابل کې سرتیري بريدونه او نورې پيښې کنترول کړل شي خو دا امکان لري چې دهمدې سکن او نورو بنسټيزواړتياو په موجوديت کې به امنيتي ځواکونه دڅه تجهيزاتوپه پلورلوبريدکوونکوته کابل ته دننوتو لاره ورکړې وي.
چين دافغانستان سره د دوامداره ملاتړغوڅه اراده لري خو لکه څرنګه چې دولتي چارواکو د امريکا باورترلاسه نه کړاې شو داډول به پرې چنايي مشران هم بې باوره شي.
په کابل کې دچين سفير يايوجينګ خپل هېواد افغانستان سر ه په مرستو په يولوې ازميښت کې واچاوه چې له دې ازمايښت سره راوتل به دچين لپاره ګران تمام شي.
چينايي متخصصين خو به دکابل په دروازوکې سکن دستګاوې نصب کړي خو افغان ولس د خپلو چارواکوشاليدته په کتوسره باورنه لري چې چينايي سکن دستګاوې به کابل له بريدونووژغورې.

















