کابل ټکی کام ۲۱چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: جواد څارګر
جګړه دوه طرفه ده، یو لوری دپرمختللی تیکنالوژۍ څخه برخمن دی، دنړۍ مجهز او تجربه کاره جنرالان یې پوځیانو ته روزنې ورکوي، په عصري تیکنالوژۍ سمبالې وسلې، میزایل، ټانګ، توپ، جیټ او څرخکې لري او بل لوری دغوړیو له ژیړو بوشکو پلاستیکونه تاووي، بمونه ترې جوړوي او په زړو وسلو مبارزه پر مخ وړي.
نه کوم مجهز پوځي روزنتون لري، نه باتجربه جنرال او نه دجګړې لپاره کافي مالي منابع؛ مګر بیا هم پر ځېنو ـ ځېنو دغلام او دبادار توپیر ګران دی.
دطالب مبارزه څه دنن تازه خبر ندی چې نه یې څوک اصالت درک کولای سي او نه ماهیت؛ دروانې جګړې تفکیک څه تاووپېچ کیسه نده بلکې تر لمر روښانه دی.
طالب دجګړې لپاره څه لري؟
نه معاصره او مجهزه وسله، نه کومه بله آله؛ مازې غښتلې روحیه، قوي عزم او مضبوط ایمان او پر همدې ایمان یې پنځلس کلونو دزبرځواک سره ډغرې ووهلې
نه طالب ختم سو، نه کم سو، نه له چاپو ووېرید نه له غبرګو بنګنو تیارو، نه یې دډالرو بوجیو عقیده ولړزوله نه دغرب توندو او تېزو بمباریو.
طالب دخپلو همسنګرو او همسفرو دبدن تار ـ تار او تسمه ـ تسمه غوښې هم ولیدې، په فاسفورسو تک تور سکور یې هم ولیدې او دډیزي کټر په بمبارد یې نیست او هست هم؛ نه له مسیره منحرف سو او نه له مبارزې وګرځېد
دا هر څه ددې شاهدي نه وایي چې طالب له عقیدې لوګۍ او په دین ـ وطن سوی سپېلنۍ دی؟
دا چې په پنځلس کاله کې طالب نه کم سو او نه تنګ سو؛ لامل یې دا ندی چې داعیه او مبارزه یې برحقه ده؟
کوریایان په یوه ضربه وتښتېدل، دناټو له تړونه ډېرو منډې وکړې، دبریتانیا او امریکا ښارونه له هغو کږو ـ وږو ډک دي چې له افغانستانه معیوب وتښتېدل، په رواني رنځونو اخته سول او اوس یې دښار په واټونو کې دسوال پر نوم ځولۍ خپرې دي.
دا چې غرب هره ورځ نظرونه بدلوي، هره ورځ نوې پالیسۍ اعلانوي، هره ورځ کوم ددفاع وزیر کابل ته منډې راوهي، دا وارخطایي نده نو څه دي؟
واک دبل، ځواک دبل، مال دبل، توپ او ټانک دبل، بوټ او پای پاک دبل، خوراک او پوشاک دبل مګر جګړې ته مخکې کړی یې افغان دی او ټوپک د افغان پر اوږو بار دی، دا غلامي او باداري نده؟
د اردو له ګودامونو وسلې غلا سوې، دمعارف، مالیې، کابل بانک، ترانسپورت، اورګان محلي، حج اوقاف، عدلیه او…… وزارتونو او ریاستونو بوجۍ ـ بوجۍ ډالر غلا سول، نه یې چا پوښتنه وکړه او نه غربیانو دغلا او اختلاس په تور زندان ته واچول، مګر برعکس دپاکستان رژیم هره ورځ طالب خرڅ کړی، بمبارد کړی او زنداني کړی خو بیا هم دغلام لېبل پرې سریښ دی. ایا دا عقل مني؟
تاریخ به روان مقاومت د افغان له ادرسه ثبتوي مګر خرڅ سوي سیاستوال او قلموال غواړي افغان مېړني دبل ددر مزدوران دتاریخ په پاڼو کې ثبت کړي
دغزنوي لمسی غلام وښایي، د ابدالي بچی دپنجاب په لنګ کې ونغاړي او دمیرویس نېغه شمله دصفویانو مرهون منت ثابته کړي
او په ټوله کې پر هغه مېړني او مجاهد مسلمان چې دغربي استکبار پر خلاف دحق او ازادۍ ږغ پورته کوي، مسلمان ملتونه بې باوره او دمایوسۍ سمندر ته ټېل وهي، او بیا پر همدغه مایوس او پر خپلو اتلانو بې باوره ملت دتل لپاره دنړیوال صهیونستي ګروپ راجداري قایمه کړي.
د اسلامي امت دویښتابه پر هیله.
یادونه: کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ادارې د نظر استازیتوب نه شي کولی، بلکې دا د لیکوال خپل نظر دی.
تاسو هم کولی شئ، چې مونږ ته لیکنې او شعرونه په دغه ادرس (kabullnews@gmail.com) سره راولېږئ!

















