د غلام قادر رحماني نومي اربکي قومندان بد چلند، د فاریاب پر عامو خلکو د اوبو تر بنديز ورسېد

کابل ټکی کام ۲۱ چنګاښ/۱۳۹۵، حمزه عابد

د فاریاب ولایت د میمنې ولسوالۍ او پښتونکوټ ولسوالی په ځینو سیمو کې یوه اربکي قومندان د څښلو پر اوبو بندیز لګولی دی، چې د خلکو اعتراضونه یې پارولي دي.
تېره ورځ د میمنې او پښتونکوټ ولسوالیو لسګونو خلکو د یوې اعتراضیې غونډې په دایرولو سره وویل، چې د ولایتې شورا د رئیس پلار او په دغو سیمو کې د اربکیانو قومندان (غلام قادر رحماني) له دوو میاشتو راهیسې په دوی باندې د څښلو اوبه بندې کړي دي.
اعتراض کوونکو دا هم وویل، چې د اوبو بندیز دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي، کښتونه یې د وچېدو په درشل کې دي.
د دوی په وینا چې یوازې د څښلو اوبو لپاره ډېر لرې ځای ته سفر کوي.
دوی اندېښنه وښودله، که د دغو خپلسرو اربکیانو مخه ونه نیول شي، دوی به له نورو سترو ستونزو سره هم مخ شي.
د یادولو ده، څه موده وړاندې په بغلان کې هم د اربکیانو له لورې له ولسي وګړو سره ورته ناوړه چلند شوی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button