امریکا: پر یوې محکمې وسله وال برید، د دوو تنو ژوند واخیست

کابل ټکی کام ۲۲چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د متحده ایالتونو د موشیګان ایالت د جوزیف ښار پر یوې محکمې وسله وال برید شوی دی، چې په پایله کې یې د بریدګر په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
په نړیوالو رسنیو کې خپاره شوي معلومات ښيي، چې بریدګر په بند محکوم شوی وو، زندان ته د وړلو پر مهال په محکمه کې دننه له یوه ساتونکي څخه وسله په چټکی واخیسته، او پر خلکو یې ډزې وکړې.
د رسنیو د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې د محکمې دوه کارکوونکي وژلي دي، او بریدګر هم د پولیسو له خوا وژل شوی دی.
خبر زیاتوي، چې په پېښه کې یو تن پولیس هم ټپي شوی دی.
له پېښې وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د یادولو ده، په دې وروستیو کې په امریکا کې ورته پېښې ډېرې شوي دي، چې د امریکا امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button