شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (شپاړسمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 18, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
11
ځلې شریک شوی
142
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مقيم امامت بهتر دى که د مسافر

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

پوښتنه : د مقيم امامت بهتر دى او که د مسافر؟.

ځواب : د مقيم امامت بهتر دى ([1]).

که د امام لمونځ فاسد شي د مقتديانو لمونځ کيژي او که نه

پوښتنه : که د امام لمونځ فاسد شي نو د مقتديانو لمونځ صحي کيږي او که نه؟

ځواب : کله چې امام لمونځ فاسد کړي نو د مقتديانو لمونځ هم فاسديږي، چې د مقتديانو لپاره يې هم راګرځول ضروري دي ([2]).

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  د حاضر ناظر ګڼونکي په اقتداۍ کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : که په يوه جومات کې د جومات د کميټۍ لخوا يو داسې څه خپاره شول په کوم کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حاضر ناظر ګڼلو بيان وو، د داسې امام شا ته د کوم چې همدا ډول عقيده وي لمونځ روا دى او که نه؟.

ځواب : کوم سړى چې له الله تعالى ‘ پرته کوم نبي يا کوم ولي لپاره د حاضر ناظر ګڼلو عقيده لري د داسې سړي امام جوړول صحي نه دي ([3]).

د امام لپاره پګړۍ

پوښتنه : آيا د امامت په وخت کې د پټکي به سر کول لازمي دي؟ او که کوم کس د امامت په وخت پټکى په سر نکړي آيا د هغه لمونځ صحي کيژي او که نه؟ او د پټکي تړل سنت دي او که نه؟.

ځواب : په پټکي کې لمونځ کول مستحب دي، مګر له پټکي پرته هم پرته له کراهيته صحي دى، البته که په کوم ځاى کې پټکى دومره رواج وو چې له پټکي پرته کوم عزتمند مجلس ته څوک نشواى تللاى، بلکې له خپل کور څخه هم نشواى وتلاى نو بيا په داسې ځاى کې له پټکي پرته لمونځ کول او د لمانځه ورکول مکروه دي ([4]).

د دروغو ويونکي شا ته د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : که چيرته يو امام درواغ وايي يا د دروغو قسمونه خوري نو د هغه شا ته لمونځ کول روا دي او که؟.

ځواب : کوم کس چې دروغ وايي يا په درواغو قسمونه خوري داسې کس د کبيره ګناه مرتکب او فاسق دى، تر څو چې له دغو ګناهونو څخه توبه ونکړي تر هغه وخته پورې د داسې کس امام جوړول روا نه دي، د شرعي سزاګانو ورکولو اختيار يوازې د اسلامي حکومت دى، عوامو لره نشته دى ([5]).

له امامت سره د دويم کار کولو حکم

پوښتنه : که يو کس په کوم کلي کې امامت کوي او په مقرره تنخوا يې ګزاره نه کيژي، همدا ډول نفسي خواهشات ورځ په ورځ زياتيژي او زړه يې وغواړي چې له امامت پرته بل کوم کار هم وکړي، آيا داسې کس له امامت سره بل کوم کار کولاى شي او که نه؟.

ځواب : امامت بايد يوازې د خيټې ډکولو ذريعه جوړ نکړى شي، بلکې ديني خدمتونه، د جومات ابادي، د جماعت پابندي او د خداى تعالي د رضا نيت کول پکار دي، که چيرته په تنخوا باندې ګزاره نه کيژي دويم ښه کار کولاى شي، هر څوک خپلې مسئلې ښې پيژني ([6]).

نبي کريم صلی الله علیه وسلم  ته د عالم الغيب ويونکي شا ته د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : که چيرته يو مولوي صاحب نبي کريم صلی الله علیه وسلم  حاضر ناظر ګڼي يا ورته عالم الغيب وايي، همدا ډول داسې خبرې هم کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم  ته دا هم معلومه ده چې د مور په خيټه کې څه شى دي؟ باران به څه وخت وريژي؟ يو څوک به څه وخت مري؟ يا نبي کريم صلی الله علیه وسلم  يوازې نور ګڼي نو د داسې کس شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : د کوم امام متعلق چې دا ثابته شي چې هغه د پورته ذکر شوې عقيدې سړى دى نو د هغه شا ته لمونځ کول نه دي پکار ([7]).

د امامت وړ (مستحق) څوک دى

پوښتنه : د امامت وړ (مستحق) څوک دی؟

ځواب : اول عالم، يعنې داسې څوک چې د لمانځه په مسائلو ښه علم ولري، خو په دې شرط چې اعمال به يې هم ښه وي، له دې وروسته هغه څوک کوم چې قرآن کريم په ښه طريقه سره لولي، له دې وروسته ډير متقي او پرهيزګار، له دې وروسته د ډير عمر لرونکی، له دې وروسته هغه څوک چې د ښو اخلاقو څښتن وي او ذاتي شرف ولري، له دې وروسته هغه څوک چې ښه ځواني او وقار ولري، له دې وروسته هغه څوک چې نسبي شرافت ولري ([8]).

کوم امام چې د جومات په دروازه کې دکان جوړ کړي د هغه امامت

پوښتنه : که يو امام د جومات له دروازې سره د دکان المارۍ ولګوي د کومو له امله چې جومات ته د راتلونکو خلکو لار تنګه کړى شي، آيا داسې امام د امامت لايق دى او که نه؟.

ځواب : امام ته د دا ډول تصرف کولو حق نشته ([9]).

د راډيو آوريدونکي شا ته د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : يو سړى تر يوه حده پورې د شريعت ډير پابند دى، يوازې يوه خبره په هغه وجود لري هغه دا چې راډيو آوري، په راډيو باندې يوازې د قرآنکريم تلاوت، ترجمه او نور ديني مسايل چې نشر کيژي نو يې آوري او خبرونه هم آوري، فلمونه او سندرې نه آوري او د خلکو امام دى، نو د داسې شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د ساز، سرود او نورو ناروا شيانو له آوريدو څخه ډډه کوي نو د راډيو آوريدل بالکل روا دي او د هغې له امله په لمانځه کې هيڅ ډول خلل نه راځي او د داسې کس شا ته لمونځ کول روا دي ([10]).

([1]) فتاوى محموديه، ٦ : ٣٨، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٧، ٥٨٨، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٦٠٩.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٩.

([3]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٩٣.

([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٤٢، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الثالث في شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٥٩، وکذا في البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب شروط الصلوة، ج : ١، ص : ٤٦٨، نفع المفتي والسائل من مجموعة رسائل اللکنوي، ذکر المکروهات المتفرقة، ج : ٤، ص : ١١٣.

([5]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٠٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ١ ، ص : ٥٩ – ٥٦٠، الهداية، ج : ١، ص : ١٢٢، الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ٦، ص : ٥٤٩.

([6]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٤.

([7]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٠٧، بحواله : تنوير الابصار مع شرحه، ج : ١، ص : ٥٥٩ – ٥٦١، غنية المستملي، ص : ٥١٤، فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٣، ص : ١٧٠.

([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٠.

([9]) فتاوى محموديه، ٦ : ٨١، بحواله : الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الوقف، ج : ٤، ص : ٣٥٨، الفتاوى البزازية، کتاب الوقف، الرابع في المسجد وما يتصل به، ج : ٦، ص : ٢٧٢.

([10]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٠٩.

مخکینې مطلب

لوی څارنوالۍ د کابل دښاروالۍ ۱۱۰ مامورین ممنوع الخروج دي

بل مطلب

طالبان: دهلمند ولایت سنګین ولسوالۍ موبیاونیوله ګڼ شمیر دولتي سرتیري مړه اوټپیان دي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com