کابل ټکی کام ۲۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د سولې عالي شورا وايي، چې د حکمتیار پلاوی د درېیم ځل لپاره کابل ته راځي، او هیله ښيي، چې په درېیم پړاو خبروکې به هوکړه وروستۍ شي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد ایوب رفیقي وایي، چې له حزب اسلامي سره به خبرې کیږي، او د خبرو پایله به د هوکړې لاسلیک وي.
د سولې شورا د حزب له لورې د نویو شرطونو اېښودل رد کړي دي، او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي، چې د حکومت او حزب ترمنځ د سولې هوکړه به ډېر ژر لاسلیک شي.
ده زیاته کړه:
«زه په صراحت سره وایم، چې د حزب اسلامي له خوا حکومت ته کوم نوی شرط نه دی وړاندې شوی.».
د حزب پلاوي محمد امین کریم هم درېیم پړاو خبرو ته هیله ښودلې، او وایي، چې په درېیم پړاو خبرو کې به هوکړه وروستۍ شي.
د حکمتیار له خوا کابل ته د درېیم پلاوي راتګ په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې د حکمتیار د رسمي پاڼې (شهادت) له لورې د سولې څخه شاتګ وشو، او دولت یې په دې تورن کړ، چې د ناوړه کړنو له کبله ورسره خلک جوړ نه دي.


















