لیکوال: جواد څارګر
سیدو اکا په ټنډه لاس کېښود، مختار ته یې وکتل؛ مختاره آاا پورې څوک راروان دی؟ ماته ګلاب ګل ښکاري.
مختار په وچو شونډو ژبه تېره کړه؛ نه اکا څوک بل څوک دی، ګلاب ګل خدای خبر چېرته ورک شو.
سیدو اکا له اوږې څادر راکوز کړ، قات یې کړ او د کوناټي لاندې یې کېښود، سوړ اسویلی یې وکېښ؛ تر هغې به دلته ناست یم ترڅو چې زما ګلاب را نشي.
مختار چوپ چاپ ولاړ و او د سیدو اکا غمجنې څېرې ته یې ځیر ـ ځیر کتل ، مختار د سیدو ځوانۍ او اوس د بوډاتوب پر مهال یې بېوسۍ ته زیات ځورېده
سیدو اکا چې لا هلک و په کلي کې یې څوک د ډغرې نه ول، او چې زلمی شو بیا خو چا جرأت نشو کولای چې تن پر تن د سیدو اکا سره غېږه ونیسي
دمختار مشر ورور پیرګل چې د سیدو همزولی و، مختار ته ویلي ول چې سیدو به په یواځې ځان له دری ـ څلورو همزولو سره غېږه نیوله، ملګرو به ویل چې سیدو د عادیانو او ثمودیانو له ذاته دی.
نن چې مختار د سیدو اکا کونځې ـ کونځې مخ او مایوسه څېرې ته کتل، له زړه یې ورته وینې څڅېدلې.
مختار په ډېر زحمت په خوله کې خبره را جوړه کړه؛ اکا رازه چې ځو، لمر په غرونو پناه شو، بس دی نور ماښام دی خدای تعالی مهربانه ذات دی، مایوسه کېږه مه ګوندې د شپې را پیدا شي.
سیدو اکا سترګې ګونځې کړې؛ مختاره ته درځه، زه لږه شېبه انتظار ورته کوم، ما به په وړکوالي کې له لیوانو زیات وېراوه، دښته ده هسې نه رښتیا یې راته لیوان وداړي.
مختار غریو ونیو؛ اکا حوصله وکړه، الله مهربانه دی.
پخوا په دې دښته کې لیوان ول، مګر د خونړي انقلاب درز او دروز او ړندو هوایي بمباریو د وطن له دښتو او میرو څخه لیوان هم کډه کړي، اوس دلته نه د شپونکي د شپېلۍ نرم غږ اورېدل کېږپ او نه د څیرونکو لیوانو رمباړې.
دلته په دې دښته اوس د چا د پلونو خاپونه هم نه ښکاري، نه کوم مجنون د لیلی لارې څاري، او نه کوم ادم خان درخانۍ ته رباب ترنګوي، یوه اوږده چوپتیا ده چې له مودو راهېسې پر دې دښته خپره ده.
اکا! توکل پر خدای کړه او را پورته شه چې درومو.
سیدو اکا شونډې بوڅې کړې؛ مختاره د خدای روی وکړه، ما له دې ځایه مه بیایه، همدلته مې پرېږده چې په انتظار کې مې ساه وخیژي او لالهانده اروا مې لږه دمه شي.
زه دلته خوښ یم، یو قسم سکون احساسوم، له دې دښتې پرته بل ځای مې اروا نا ارامه وي، زه دلته ډېر خوښ یم، لطفا له ما سکون مه تروړه.
مختار سیدو له دواړو مټو کلک ونیو؛ اکا پورته شه، دلته دې یواځې نه پرېږدم، وعده درسره کوم چې سهار له لمر خاته مخکې به دې دلته رارسوم، بس اوس بسم الله کړه چې درومو.
سیدو اکا بسم الله تېره کړه، راپورته شو، څادر یې ګډ وډ پر اوږه کړ او د مختار سره روان شو.
ماښام تیاره کلي ته ورسېدل؛ د کلي مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه، مختار قدمونه ګړندي کړل، سیدو یې له مټو کلک ونیو، اکا لږ را چابک شه، د کلي مخې ته ګڼه ګوڼه زیاته ده خدای دې خیر پیښ کړي چې بیا څه کیسه ده.
سیدو اکا په کږو وږو قدمونو لږ چټک شو، د کلي خلک د بوختیا لامله د مختار دوی خوا ته نه ګوري مختار د ګڼې ګوڼې په منځ کې له څو کلیوالو وپوښتل خو چا ځواب ورنکړ، سیدو یې له لاسه کلک ونیو او د لاس په اشاره یې د ګڼې ګوڼې منځ ته لاره وکښله
چې څنګه یې په کټ سترګې ولګیدلې له خولې یې اخخخ ووتل سیدو اکا پر کټ سر ور ټیټ کړ؛ د کلي یو مشر ور ښکته شو، سیدو ته یې وویل:
اکا! د بیز قومندان صیب خط رالېږلی چې له جنازې مخکې باید دلته له یو څو سپین ږیرو سره راشئ.
هغه ویل چې موږ ګلاب ګل ځکه وویشت چې عسکرو دریش کړی او ګلاب ګل منډه اخیستې، او بیا د عسکرو په ډزو کې سهوا لګیدلی خو چې کله خبر شو چې ګلاب ګل د سیدو اکا ایکې یو زوی او یواځنې اسره ده نو زیات خپه شو.
د کلي مشر د سیدو اکا پر اوږو لاس ورکېښود، د راپورته کولو کوښښ یې وکړ مګر د سیدو اکا زړه د یواځني ګلاب په رژېدلو ترق چاودلی و !!


















