کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۹ عبدالهادي همت
د امریکا د پوځ لوی درستیز افغانستان ته تر درې ورځني سفر وروسته د طالبانو د بریدونو د کمزوري کیدو خبره کړې وه .
جنرال جوزف ډانفورډ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي وچې د روان کال د اوړي په موسم کې چې په معمولي ډول د بریدونو امکانات ډېر وي ، خو د ده په خبره د طالبانو نوی مشر نه دی توانیدلی بریدونه ډېر کړي.
جنرال ډانفورډ ویلي ، د تېرکال په نسبت د طالبانو له خوا د تهاجمي بریدونو کچه کمه شوې ده.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اعلاميي په خپرولو سره د امریکايي جنرال خبري رد کړې
دښمن باید دخپل ځواک په اړه بې ځایه خوشبینه نشي، د فرصتونو څخه سوء استفاده ونکړي او نه هم باید دخپل قوت په اړه په غلط فهمۍ کې پريوځي
څرنګه چې سږ کال د روژې مبارکه میاشت د اوړې په ترټولو سخت ګرم موسم کې راغله او زموږ د جګړې اکثره مناسبې ساحې هم هغه دې چې د تودخې کچه په کې خورا لوړه وي، نو مجاهدینو د روژو په سمه توګه نیولو لپاره خپل تعرضي حالت په کمه اندازه ورو کړ، ځکه په ګرمو سیمو کې د جګړې له دوام سره د روژې خوړلو ته اړتیا پیدا کیده او د روژې خوړل په عموم کې مجاهدینو ته په رواني لحاظ دروند ښکاریده.
دطالبانو ویاند زیاتوي :د امریکايي اشغالګرو ځواکونو قومندانانو، جمع دکابل ادارې مزدورو څيرو له دغه حالت څخه غلط برداشت وکړ او فکريې وکړ چې مجاهدین کمزوري شوي او یا يې په مشرتابه کې د بدلون له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
حقیقت دادی چې اسلامي امارت مشرتابه پخوا هم مخامخ په جګړه کې برخه نلرله او له دې هیسته به يې هم نلري چې بدلون يې په سنګرونو باندې اغیز وکړي، ولی د مجاهدینو صفوف، دقومندي مرکزونه، مسئولین او افراد هغه پخواني دي او له هغه پخواني هوډ سره به د اشغالګر او مزدور دښمن سره خپلې فريضې پرځای کولو او جهاد ته دوام ورکوي.
اوس د روژې د میاشتې په تیریدو او د اختر د رخصتیو په پوره کیدو سره الحمدلله په ټول هیواد کې زموږ عملیات په قوت سره پيل شوي دي، صرف دا تیره ورځ له دښمن څخه په ۳ ولسوالیو کې د ولسوالۍ مراکز، قرارګاه وي، پوستې او پراخه سیمې ونیول شوي.


















