حامد کرزی: امريکا دې په افغانستان کې هوايي بریدونه ودروي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴ ) الماس خدرخېل
پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل: امريکايان دې په افغانستان کې هوايي بريدونه ودروي.
حامد کرزي ګارډن ورځپاڼې ته په مرکه کې وويل، چې که امريکا غواړي د ترهګرو په ځپلو کې همکاري وکړي، نو ښه دا ده، چې افغان امنيتي ځواکونو ته امکانات په لاس ورکړي او هوايي ځواک مجهز کړي.
کرزي د ګارډن ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، که د ملي وحدت حکومت له امريکايي ځواکونو هوايي مرستې غواړي، نو دوی ستره تېروتنه کوي.
نوموړي وويل: چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو بمباري په هېواد کې ترهګري نه شي ختمولی بلکې د افغان اولس کينه به راوپاروي.
حامد کرزي زياته کړه: افغانان په فساد دومره نه وه ککړ، لکه څومره چې ورته بهرنيانو زمينه برابره کړه، ښاغلي کرزي په ټينګار سره وويل، چې تر هغو به په هېواد کې سوله او امنيت رانه شي؛ ترڅو چې په افغانستان کې خپلسري عمليات او بمباري روانه وي.


