د میدان ورګو په بهسودو ولسوالۍ کې د اردو او پولیسوترمنځ خونړۍ نښته شوي.

کابل ټکی کام: ۱۳۹۵ل،زمری۱۴مه: بصیراحمد پاڅون
تیره شپه د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ آب بند په سیمه کې د پولیسو او اردو د سرتیرو ترمنځ درنه نښته وشوه چې له دوو ساعتونو یې زیات دوام وکړ.
د کابل ټکي کام خبریال پخپل رالیږلي خبر کې ویلي چې د بهسودو ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ساتونکو سره په ګزمه بوخت و چې د اردو عسکرو پرې ډزې وکړې او نښته پیل شوه.
پدې نښته کې یو پولیس وژل شوی د امنیه قوماندان او د کنډک قوماندان په شمول درې تنه پولیس او درې تنه عسکر ټپیان شوي دي.
ټپیان د بامیانو ولایت ته لیږدول شوي خو د پولیسو د قوماندان روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه و نو کابل ته یې ولیږداوه ویل کیږي چې تر اوسه د کومه حال کې دی.
د پولیسو او عسکرو تر منځ د نه همغږۍ او خصومتونو له امله ډیره ځله خپلمنځي خونړۍ نښتې رامنځ ته شوي دي. پردې علاوه د هیواد په شمالي ولایتونو کې ډیر ځله د دوستم په مشرۍ د جنبش او د عطانور په مشرۍ د جمعیت ملیشو ترمنځ ډیرې جګړې رامنځ ته شوي چې زیاته مرګ ژوبله له ځانه سره لرلي ده.


